د ننګرهار کانال ریاست: د څلورم فارم لومړی بلاک کې د مالټې ۱۲۰ جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۴ - ۹:۳۰
د ننګرهار کانال ریاست: د څلورم فارم لومړی بلاک کې د مالټې ۱۲۰ جریبه بڼونه جوړېږي

د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وايي، چې دد ریاست اړوندو ځمکو کې د سټروسو په ځانګړې توګه د مالټې بڼونو جوړولو په پار هڅې کړندي کړي دي.
د ننګرهار کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل، چې د ننګرهار کانال د څلورم فارم لومړی بلاک کې په ۱۲۰جریبه ځمکې باندې د مالټې بڼونه جوړېږي، چې په کې به ۷۰۰۷ او ۷۰۰۹ ډول مالټې کرل کېږي. ددې بڼ دکار د پیل په موخه جوړه شوې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د ننګرهار دکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود او د یاد چارواکو له خوا د مالټو د نیالګیو په کېنولو سره ددې بڼ چارې پیل شوې.
د ننګرهار دکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې دا ځمکه وروسته له څو لسیزو ابادېږي، ددغې ځمکې ارزښت به لا لوړ شي، سيمه به ورسره لا شنه او سرسبزه شي، ګڼ شمېر هېوادوالو ته به د کار زمينه برابره، د خلکو کورنې اقتصاد به ورسره ښه شي.
ښاغلی کظیم دغه راز وویل، چې ددې نوي مالټه باغ سره سم به د باغ څلور خواوو ته منظم تفريحي ځايونه، سړکونه، چمنونه او د ناستې ځایونه هم جوړېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت