د ننګرهار کانال ریاست: دویم فارم څخه هر کال په پراخه کچه حاصلات راټولېږي

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۵:۵۹
د ننګرهار کانال ریاست: دویم فارم څخه هر کال په پراخه کچه حاصلات راټولېږي


۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۷ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست دویم فارم پراخه د لېدلو او نندارې لپاره ډېرې شنې سیمي او تازه بڼونه او له هر اړخه ارزښتناکې کر کیلې او کرنیزو فعالیتونو ته مناسبې  سیمې لري، چې له ښه مرغه هر کال ترې په پراخه کچه حاصلات راټولېږي.
دغه فارم په دوه زره او ۴۰۰ هکټاره (۱۲۰۰۰ جریبه) کرنیزه او حاصلخېزه ځمکه کې جوړه شوې ده، چې څلور بلاکونه او د ۱۶ او ۱۷ په نومونو د اوبو لویې ویالې لري.
د ننګرهار کرنیز ریاست دویم فارم ارزښتناکې کرکیلې او فعالیتونو ته مناسبې سیمې لري، چې په کې د بېلابېلو بوټو او ونو قلمه لرونکې ۱۵ جریبه قوریه او د نارنجو ۶۰ جریبه بڼ شتون لري.
دغه راز په دې فارم کې د مالټې ۴۶ جریبه بڼونه جوړ شوي دي او همداراز په دې فارم کې د کبانو حوضونو جوړولو لړۍ هم روانه ده.
باید وویل شي، چې له نن څخه شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې په دې فارم کې د غواګانو ستر او میکانیزه فارم، منظم او عصري تخنیک شتون درلود، چې له بده مرغه د وخت ناخوالو او جنګونو تخریب کړه او اوس يې یوازې کنډوالې پاتې دي.
د یاد ریاست چارواکي وایي، که چېرې د غواګانو یاد فارم بیا فعال او ورغول شي او په پښو ودرول شي نو ورسره سم به د دولت د عوایدو کچه لوړه، وطني تولیدات به زیات، او د پردیو له اختیاجه به خلاص شو او ورسره سم به مو په ګڼ شمېر سره هېوادوالو ته د کار او روزګار زمینه هم برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د دویم فارم دغه ټولې چارې د یو امر په رهبرۍ سل تنه (مسلکي انجنیرانو، مدیرانو، اونور پرسونل) له لوري پرمخ وړل کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت