د ننګرهار کانال رياست روغتيايي کلينيک هېوادوالو ته هره ورځ په ښه او منظم ډول روغتیایي چوپړتیاوې وړاندې کوي 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۳ - ۱۵:۳۷
د ننګرهار کانال رياست روغتيايي کلينيک هېوادوالو ته هره ورځ په ښه او منظم ډول روغتیایي چوپړتیاوې وړاندې کوي 

۳ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د هډې فارم په روغتیايي کلینیک کې اوس مهال د نسايي ولادي، واکسین، داخله، لابراتوار، تبرکلوز، کرونا، مور او ماشوم، غاښونو، جراحي او نورو برخو کې د پنځه تنه ښځینه ډاکترانو او ۶ تنو نارینه ډاکترانو په واسطه هېوادوالو ته خدمات وړاندې کېږي.
ددغې روغتیايي کلینک مسوول ډاکتر سید انور سادات وايي: «د ننګرهارکانال د رییس مولوي غلام الرحمن کظیم په ځانګړې پاملرنې اوس ددغه روغتیايي کلینک کارونه لا منظم او چټک شوي، او د مراجعینو راتګ یاد روغتیايي کلینک ته زیات شوي.» 
د یادونې ده چې د یاد روغتیايي کلینک د کارونو د لا منظمولو او ښه کولو په موخه د ډاکترانو سره تل غونډې ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت