د ننګرهار کانال د خرما بڼ حاصلات په ډېرېدو دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۱:۲۸
د ننګرهار کانال د خرما بڼ حاصلات په ډېرېدو دي

۱۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار کانال سیمه کې د خرماوو ترویج په پار د خرماوو لسګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې په دغو بڼونو کې زرګونه اعلی درجه د خرماوو ونې کرل شوي دي.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې تېر کال د خرماوو ۹۰۰ ونې القاح شوې او ۲۰ ټنه حاصل ورکړ او سږکال د خرما ۱۴۰۰ ونې القاح شوي دي، چې د حاصلات به یې د تېرکال په پرته ډېر وي.
د چارواکو په خبره ددغو بڼونو له ډلې ۲۵ جریبه یې چې شاوخوا ۱۲۰۰ د خرماوو بڼونه په کې دي نږدې یونیم کال وړاندې او پاتې ۴۰ جریبه نور یې لسیزه وړاندې جوړ شوي دي، چې تر پرله پسې حاصل ورکونې وروسته یې حاصلات په زیاتېدو دي.
د چارواکو په خبره د خرماوو حاصلاتو د زیاتوالي لامل د نورو اګرو تخنیکي فعالیتونو ترڅنګ په خرما بڼ کې د نرمکارۍ، د هرزه ګیاو راټولول، د خرما د وږو ( خوشو ) قاتول او منظمول، د ونو د سکرونو پاکول، د ښه حاصل ترلاسه کولو لپاره د یوریا سرې کارول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت