د ننګرهار چپرهار کې ۳۵۰ بزګرانو ته د لو کولو عصري ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۳
د ننګرهار چپرهار کې ۳۵۰ بزګرانو ته د لو کولو عصري ماشینونه ووېشل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو چارو د عصري کېدو او د غنمو د حاصلاتو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه، د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې ۳۵۰ بزګرانو ته د لو کولو عصري ماشینونه او نور اړین وسایل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد  وویل، چې دغه ماشینونه د سره صلیب نړۍوالې کمېتې په همکارۍ چمتو شوي، چې په یادو ماشینونو سره به بزګرانو د لو کولو بهیر اسانه، چټک او اغېزمن شي او د غنمو د دانو د ضایعاتو مخه به ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې ریاست هڅه کوي څو بزګرانو ته عصري اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د تولیداتو کچه لوړه او د کرنیزو حاصلاتو کیفیت ښه شي.
بلخوا، بزګرانو د دغو مرستو هرکلی وکړ او خوښي یې څرګنده کړه. هغوی وویل، چې پخوا به د غنمو لو کول څو ورځې وخت نیوه، خو اوس به د دغو عصري ماشینونو په مرسته دا بهیر په څو ساعتونو کې بشپړ شي. بزګرانو همداراز د غنمو د ضایعاتو د کمېدو په برخه کې د یادو وسایلو اغېز مهم وباله.
د معلوماتو له مخې، دغه وسایل د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري ۳۵۰ بزګرانو ته ورکړل شول، چې هر بزګر ته د لو کولو ماشین او یو ترپال ووېشل شو.
تمه ده، چې د دغو مرستو په عملي کېدو سره به د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې د غنمو د حاصلاتو د ساتنې ظرفیت لوړ، د کرنیزو چارو بهیر چټک او د بزګرانو اقتصادي وضعیت لا ښه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت