د ننګرهار چپرهار کې پر  یتیمو او کونډو مېرمنو د شېدو غواګانې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۱:۱۳
د ننګرهار چپرهار کې پر  یتیمو او کونډو مېرمنو د شېدو غواګانې ووېشل شوې

۲۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان یتیم پالني خیریه مؤسسې له لورې په چپرهار ولسوالی کې پر یتیمو او بېوزله کورنیو د شېدو غوا ګاني ووېشل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل دافغانستان د یتیم پالني خیریه  مؤسسې له لورې په چپرهار ولسوالی کې ۱۵ تنو کونډو او یتیمو کورنیو ته د شېدو غواګاني ورکړل شوي دي.
ښاغلي محمد وویل د غواګانو د ورکړی څخه موخه د بېوزله او یتیمو کورنیو لاسنېوي او په کور دننه د کار زمیني برابرول دي.
د افغانستان دیتیم پالني خیریه مؤسسې مسول محمدصادق صافي وویل، دوی غواړي په راتلونکي کې دا لړۍ د ننګرهار نورو ولسوالېو ته وغځوي او هلته هم د شېدو غواګانو ترڅنګ نسلي وزې هم یتیمو او بېوزله کورنیو ته ورکړي.
دغه راز صافي وویل راتلونکي پسرلي کې زرګونه اصله مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي په ننګرهار کې د عامه ځایونو د سرسبزۍ او ښکلا په موخه هم ویشي.
ددغو مرستو موخه په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او د بېوزله کورنیو لاس نیوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت