د ننګرهار چپرهار کې د بڼوالۍ پراختیا په پار هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۵۹
د ننګرهار چپرهار کې د بڼوالۍ پراختیا په پار هڅې

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت چپرهار ولسوالی کې د مختلفو برنامو او موسیساتو له لورې سلګونه جریبه بڼونه جوړ شوي،  چې بڼوال ترې خوښ دي، او د ډیر حاصل ترلاسه کولو هیلي لري .
ددغو  برنامو له ډلې یو هم  CABAR/ROP ده، چې د چپرهار ولسوالی په ۱۲ کلیو کې په سلګونه جریبه ځمکه  د شفتالو،  مالټو،  سرو املوکو، لیمو، لوکاټو او  ناکو بڼونه جوړ کړي دي.
په یادو بڼونو کې پینځه جریبه د ناکو متراکم بڼونه دي،  چي په هر جریب ځمکه کې ۶۶۶ بوټي کېنول شوي،  تمه ده سږ کال به نږدې  ۲۰ ټنه حاصل ورکړي.
د چپرهار ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت دبڼوالو او بزګرانو  سره له نږدې کار کوي او د بڼونو د ښاخه برۍ،  اوبولګولو، ناروغیو کنترول، حاصل ټولولو او ګڼو نورو برخو کې عملي او نظري زده کړې بڼوالو ته ورکوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت