د ننګرهار چپرهار کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۰:۱۹
5454

۲۱چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د چپرهار ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
  د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو  پلور مخنیوي، په خپل سر د هټيو پرانیستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر ؤ او او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې  نوي کړي او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول.
 همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې، چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۱
Background image

لښکرګاه بولان سیمه کې کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارمندانو د لښکرګاه بولان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي کجکي ولسوالی ته سفر وکړ

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  په مشرۍ یو ګډ پلاوي کجکي ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ.
دغه سفر د افغانستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۵
Background image

د پکتیکا جاني خېلو کې بزګرانو ته د بادامو بڼونه او لمریزې برېښنا ورکړه؛ د کوکنارو د بدیل پروګرام مهم ګام

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کوکنارو د کښت د بدیل پروګرام په چوکاټ کې د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالی کې ۵۶ تنو بزګرانو ته د. . .

بازگشت