د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې ٣٥٠ بزګرانو ته د غنمو ضایعاتو مخنیوي په موخه کندوان ورکړل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۶
د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې ٣٥٠ بزګرانو ته د غنمو ضایعاتو مخنیوي په موخه کندوان ورکړل شول

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په مرسته چپرهار ولسوالی کې ٣٥٠ بزګرانو ته د غنمو ضایعاتو او حشراتو څخه د مخنیوي په موخه کندوان ورکړل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټي له لورې د چپرهار ولسوالی کې بزګرانو ته کندوان  د خورکي غنمو د ساتلو په پار وېشل شوي دي.
ښاغلي محسن وویل، چې هر بزګر ته دوه کندوان ورکړل شو چې د ٥٠٠ کیلو غنمو د ساتلو وړتیا لري. نوموړي زیاته کړه، که چیرته محصول په ښه ډول ونه ساتل شي نو ٢٠ سلنه د خپل تولیداتو ضایعات به ولرو.
د چپرهار ولسوالی مرستیال ولسوال مولوي عبدالقیوم ثاقب وویل، چې چپرهار یو له هغو ولسوالیو څخه دی، چې د طبیعي پیښو له امله ډېر زیانمن شوي او داسی مرستې به د دې غریب ولس لپاره ګټور تمام شي. نوموړې د ننګرهار د کرنې رییس مولوی محمد ولي محسن او مؤسسې له استازو څخه د لا نورو مرستو غوښتنه وکړه.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې یادو بزګرانو ته د غنمو ساتلو، زېرمه کولو او ضایعاتو مخنیوي په موخه د کرنې ریاست متخصصینو له لورې څلور ورځنۍ روزنه هم ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت