د ننګرهار چپرهار لسګونو بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۳:۴۷
د ننګرهار چپرهار لسګونو بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه 

١۶ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ډانېډا په مالي او د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د چپرهار ولسوالۍ په ګراټک، تره کو، کنډیباغ، څلوزي او سپین جماعت په کلیو کې د نارینه او مېرمنو  جوړ شویو صنفونو ته خوسۍ ووېشل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د خوړو خوندیتوب تر نامه لاندې پروژي له لورې په چپرهار کې ۸۲ بېوزله او ناچاره مېرمنو او نارینوو ته د اقتصادي پیاوړتیا په موخه خوسي ورکړل شوي دي.
نوموړی وویل، چې دمؤسسې د شرایطو مطابق هره خوسۍ یو کلنه سیمه ییز دو رګه دی؛ چې ناروغیو څخه پاک او د هرې ژوندې خوسۍ وزن له ۱۰۰ تر ۱۳۰ کیلو پورې دی.
دننګرهار د کرنې رییس زیاته کړه یاده مؤسسه د چپرهار ولسوالۍ سربېره په هسکه مېنه او پچیراګام ولسوالېو کې هم ناچاره مېرمنو ته د مالدارۍ د تقوې په موخه په ورته شرایطو برابر خوسي وېشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت