د ننګرهار چپرهارکې پر سلګونه بېوزله بزګرانو خورکې توکې ووېشل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۹:۴
د ننګرهار چپرهارکې پر سلګونه بېوزله بزګرانو خورکې توکې ووېشل شوې

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د جاپان د بېړنیو مرستو مؤسسې له لورې ددې ولایت چپرهار ولسوالی کې د وچکالیو له امله زیانمن شویو ۴۵۶ کورنیو ته د کار په بدل کې خوراکې توکې ووېشل شوې.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د جاپان د بېړنیو مرستومؤسسې له لورې ۴۵۶ تنو ته خوراکې او غیر خوراکې مواد ورکړل شوي دي.
نوموړي وویل په یادو کسانو کې ۲۲۸ تنو ته یې چې ګټي وټي څوک نه درلودل او ۲۲۸ تنو ته یې چې د ګلدرې کانال جوړولو کې کار کړي ؤ خوراکې توکې ورکړل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل د نوموړو کاریګرو په مرسته د ګلدرې کانال کې ۲۱.۸ کیلو متره صفایې او ۹۰۰ متره دېوال جوړ شوې، چې سلګونه جریبه ځمکو ته داوبو برابرولو زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دخوراکې توکو په هره کڅوړه کې۱۵۰کیلو وړه،۲۰لیټره غوړي، ۵۰کیلو غټي وریجي،۲۰ کیلو بوره،۲ کیلو شین چاي،۱۵ کیلو لوبیا،۱۳کیلو مۍ،۲کیلو مالګه او ۶ کلچي صابون شامل دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت