د ننګرهار پچیراګام کې پر لسګونو کروندګرو مرستې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۱۴
د ننګرهار پچیراګام کې پر لسګونو کروندګرو مرستې ووېشل شوې

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۵۶ تنو ته د بڼوالۍ، سبو او کورنیو باغچو کرنیزو وسایلو کڅوړې ووېشل شوې.
د ننګرهار دکرنې ریاست د کرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز وویل، چې د ډاکار مؤسسې له لورې ۵۶ بزګرانو د پچیراګام ولسوالی په پاس صبر، لاندې صبر او زمرخېلو کلیو کې د بڼوالۍ، سبو او کورنیو باغچو کڅوړې ورکړل شوي.
ښاغلي عزیز وویل د بڼوالۍ په کڅوړه کې د درملو شیندلو پمپ، څانګو پریکولو غټه قیچي، وړه قیچي، آره، بېلچه، تسکوره، زېنه او هیومیک اسید شامل دي.
د کورنیو باغچو او سبو کرونکو  ته درملو شېندلو پمپ، ماسک، عینکې، دستکشي، لاسي کراچۍ، رمبې، چپه رمبې، تسکوره،  ښاخۍ، بېلچه او د حاصلاتو راټولولو پچۍ ووېشل شوي.
د ډاګار مؤسسې سیمه دفتر مسؤل انجنیر جواد رفیقي وویل،چې د یادو کڅوړو د وېش موخه د بڼوالۍ ترویج،  بڼوالو او بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا ده.
رفیقي زیاته کړه په پچیراګام ولسوالی کې ۵۶ تنو ته د بڼوالۍ سبو کرکېلي او د کورنیو باغچو په برخه کې روزنه هم  ورکړل شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت