د ننګرهار پچیراګام ولسونه: کاریزونه او لویې چینې مو ورغوئ

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۹:۴۷
د ننګرهار پچیراګام ولسونه: کاریزونه او لویې چینې مو ورغوئ

د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالی ولسونو د ددې  ولسوالی د کاریزونو او لویو چینو د پاک کارۍ او تاندولو غوښتنه وکړه.
د پچیراګام ولسوالی د ترویج مدیر میا نجیب الله په خبره په دې ولسوالی کې په لسګونه کاریزونه او لويې چینيې شتون لري، خو د وچیدو او ډکېدو له ګواښ سره مخامخ  دي.
ترویج مدیر وویل که چېرته پر دې کاریزونو او چینو کار وشي او تاند شې نو ۲۵۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي او سلګونو ځایې خلکو  ته به د کار زمینه برابره شي. 
د پچیراګام ولسوالی مشرانو د اسلامي امارت او د کرنې په  برخه کې د همکارو پروژو او موسسو څخه په دې برخه کې د مرستو او همکارۍ  غوښتنه وکړه.
داچې د ځمکي لاندې اوبه ورځ تر بلې په کمېدو دي؛  نو د  کاریزونو او چینو رغول به خلکو ته د کاري زمینې  برابرولو سربېره تریوې کچې د اوبو ضایعاتو مخه هم ونیسي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت