د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۰:۳۱
د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې لسګونه جریبه بڼونه جوړېږي

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لورې د ننګرهار په لسو ولسوالیو بهسود، رودات، چپرهار، ګوشته، سرخ رود، غني خېل،  لعلپوره، بټي کوټ، کوزکونړ اوکامه کې بڼوالو لپاره د نویو بڼونو جوړولو چارې پیل شوي دي.
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د کرنې وزارت د ۲ میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو په مالي لګښت او د ننګرهار د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې د موتیاګل، ستروسو او خرما بڼونو جوړولو چاری پیل کړي دي. 
د ننګرهار دکرنې رییس وایې، چې د ستروسو، موتیاګل او خرما ۳۰ جریبه بڼونه جوړوي چې لس جریبه خرما، لس جریبه ستروس او لس جریبه موتیاګلانو بڼونه به پکي شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس دغه راز وویل، چې هر کال د ننګرهار کرنې ریاست سره په همغږۍ همکارې پروژې او مؤسسو په لسګونه جریبه ځمکه بڼوالې ترسره کوي، داچې د ختیځ زون او په خاصه توګه د ننګرهار اقلیم د ستروسو لپاره خورا مساعده ده نو هڅه مو داده ترڅود ستروسو بڼونو جوړولو کې  ډېر کار وکړو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت