د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې د کشمېرې او وړیو۲۴مرکزونه جوړ شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۱:۳۲
د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې د کشمېرې او وړیو۲۴مرکزونه جوړ شول

١۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې د ننګرهار په لسو ولسوالیو خوږیانو، سرخ رود، بهسود، چپرهار، مومندره، لعلپوره، رودات، کوزکونړ، کامه او ګوشته کې د کشمېرې او وړیو مرکزونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د هالینډ کمیټې له لورې په لسو ولسوالیو او مرکز کې د کشمېرې او وړیو ۲۴ مرکزونه جوړ شوي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه یادې مؤسسي په یادو ولسوالیو کې ۱۱۴۰ تنه مالداران راجستر کړي او د ۴۰ ډالرو معادل یې ورته افغانۍ هم ورکړي.
دغه راز ۲ زره ۷۰۵ تنو مالدارانو ته د ساري ناروغیو، د شیدو پاکوالې، انترکس، کانګو، تبرکلوز او دکشمېرې او وړیو راټولولو ارزښت په برخه کې روزنه هم ورکړې ده.
د هالینډ کمیټه ننګرهار کې د مالدارانو سره د چینجیو ضد درملو، واکسینونو، وړو زېرمتونونو او ګڼو برخو کې همکارۍ کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت