د ننګرهار ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۳:۱۵
د ننګرهار ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

۲۸ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار ولایت تخنیکي په ګمبیري سیمه کې پخپل سر او په ټیټه بیه د تاسیساتو ریاست له لورې په اجاره ورکړل شوو ځمکو څخه لیدنه وکړه. 
پدې لیدنه کې د ننګرهار د کرنې رییس او دتخنیکي پلاوي مشر مولوي محمد ولي محسن سربېره د عدلیې رییس، د حج او اوقافو رییس، د قومندانۍ مرستیال، قضاي امارت امر او تخنیکي کارکوونکو برخه اخیستي وه.
د ننګرهار دکرنې رییس او دتخنیکي پلاوي مشر مولوي محمد ولي محسن وویل د ننګرهار والي په لارښوونه یي په ګمبیري کې د نوي تاسیساتو او کارونو د مخنیوي لپاره د ګمبیري سیمی ته سفر وکړ.
ښاغلي محسن وویل د دفاع وزارت په چوکاټ کې د تاسیساتو ریاست پخپل سر په ټیټه بیه د ګمبیري ځمکې خلکو ته په اجاره ورکوي؛ چې دا کار د ځمکو او اجار دهۍ د قانون خلاف عمل دي.
ګمبیري دښته زرګونه جریبه ځمکه لري، چې یو اندازه ځمکه یې د کرنې ریاست له لورې او ډېره برخه یې تاسیساتو ریاست پخپل سر په اجاره ورکړېده او یو څه برخه یې ځینو خلکو غصب کړېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت