د ننګرهار ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست له رییس سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۰ - ۱۱:۳۹
د ننګرهار ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست له رییس سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه  

۳۰ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې ریاست مرستیال قاری فضل الرحمن صادق د دغه ریاست په مقر کې د دی ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست له رییس او نورو مسولینو سره ناسته وکړه او زیات یې کړه، چې خوشحاله یو اسلامې امارت د خپلو احکامو د تطبیق او د هغې د ښه پلي کولو لپاره داسې یو مرجع رامنځته کړه، چې په کې مسلکې، کدرې او علمې اشخاص ګمارل شوي دي، صادق زیاته کړه، چې د امیر المومین حفظه الله فرامین او د حکمونو تطبیق پر موږ واجب دي.
وروسته د فرمانونو او حکمونو دتعقیب او نظارت رییس مولوی محمد اکرم عثمانې په خپلو خبرو کې وویل، چې ننګرهار ولایت کې ټول امارتی ادارت مکلف دی چې د امیر المومنین حفظه الله فرامین په ځان تطبیق او عملی کړي، هغه زیاته کړه چې زمونږ نظارتې ګروپونه وخت په وخت دفرامینو د تطبیق نظارت تر سره کوي، او د سرغوړونکو سره به د اسلامی امارتو د اصولو سره سم چلند کیږي. 
د یادونې وړ ده چې په یاده ناسته کې د ننګرهار د کرنې ریاست یو شمېر امرینو هم برخه اخستي وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت