د ننګرهار وادي کرنیز شرکت تولیداتو د افغان ـ قزاق سوداګریز نندارتون کې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۰:۵۸
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت تولیداتو د افغان ـ قزاق سوداګریز نندارتون کې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت تولیدات د کابل په انټرکانټینینټل هوټل کې د افغان ـ قزاق سوداګریز نندارتون پر مهال نندارې ته وړاندې شول، چې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو له لوري یې پراخه پاملرنه ترلاسه کړه او د بازارموندنې لپاره یې نوي فرصتونه رامنځته کړل.
په دغه نندارتون کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتونو اچار، د زیتونو تېل او د ترکانۍ فابریکې بېلابېل لرګین محصولات نندارې ته اېښودل شوي وو. د شرکت مسؤلین وایي، د نندارتون ګډونوالو د یادو تولیداتو له کیفیت او معیارونو سره ځانګړې لېوالتیا ښودلې، چې له امله یې د بازار پراختیا او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره شوې ده.
دغه دوه ورځنی نندارتون د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شوی، چې پکې د دواړو هېوادونو کرنیز، صنعتي او سوداګریز محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د چارواکو په وینا، دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو، د صادراتو د ودې او د سیمه‌ییزو بازارونو د موندلو لپاره مهم رول لري او د افغان تولیداتو د سیالۍ وړتیا لا پیاوړې کوي.
ننګرهار وادي کرنیز شرکت د هېواد له مهمو کرنیزو او تولیدي بنسټونو څخه ګڼل کېږي، چې د زیتونو د پروسس، د زیتونو د تېلو او اچارو د تولید ترڅنګ د ترکانۍ په برخه کې هم فعالیت لري. د دغه شرکت تولیدات په وروستیو کلونو کې د کیفیت له پلوه د پام وړ پرمختګ کړی او د کورنیو بازارونو ترڅنګ د صادراتو لپاره هم مناسب ظرفیت لري. د افغان ـ قزاق سوداګریز نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د تولیداتو د بازارموندنې په موخه جوړ شوی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار حصارک ولسوالی کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د حصارک ولسوالی د ترویج مدیریت ګډ پلاوي د یادې ولسوالی په مرکزي بازار کې. . .

بازگشت