د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په ټولو فارمونو کې د اوبو ستونزه حل شوې ده

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۲:۲۸
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په ټولو فارمونو کې د اوبو ستونزه حل شوې ده

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت په هډې فارم او ټولو نورو کرنيزو فارمونو کې د اوبو کمښت ستونزه حل کړې ده. د یاد شرکت مسوولین وایي چې اوس کروندې په وخت او په ښه پرېمانه توګه اوبه کېږي او تمه ده، چې په راتلونکي کې د دې فارمونو له کروندو پراخه حاصلات راټول شي. د دوی په وینا، د کرنیزو حاصلاتو کیفیت او تولید به هم لوړ شي.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت مشرتابه پر ټولو اجاره لرونکو او کرنيزو شرکتونو غږ کړی چې که په کوم ځای کې په اوبو رسولو کې ستونزه وي، له شرکت یا اړوند فارمونو امریتونو سره دې اړیکه ونیسي. دوی ژمنه کړې چې د هر ډول ستونزو په صورت کې به په عاجل ډول اقدام وکړي.
اجاره لرونکي کروندګر او کرنيز شرکتونه د اوبو رسونې د دې اقدام هرکلی کوي. د دوی په وینا، د اوبو منظمه رسونه به د کرنیزو فعالیتونو پر کیفیت مثبته اغېزه وکړي او د حاصلاتو د زیاتېدو ترڅنګ به دوی له زیانونو څخه هم خوندي کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت