د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتون بڼونو د شاخبري لړۍ وڅارل شوه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۴۴
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتون بڼونو د شاخبري لړۍ وڅارل شوه  

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ھ.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت عمومي رئیس سید محمد نعیم محمدي د سوداګرۍ او بازار موندنې رئیس انجینر ندي الله نيازي، د املاکو سرپرست امر نبي جان او د درېیم او څلورم فارمونو امرینو او کرنې مدیرانو په ملتیا د روانې شاخبري پروسې له نږدې لیدنه وکړه.  
یاد پلاوي هغه زیتون بڼونه هم وکتل چې تېر کال شاخبري شوي وو. په دې لیدنه کې ټینګار وشو چې هغو زیتون بڼونو کې چې کلونه-کلونه شاخبري نه وي ترسره شوې، باید درنده شاخبري (چې کابو ټول زیتون ونه صفا کوي) او اصلاحي شاخبري (د وچو، ماتو او بې‌کار ښاخونو لرې کول) عملي شي.  
شاخبري د ونې ډول ښه کوي، مېوه غښتلې کوي او د مېوې راټولول اسانه کوي. همدارنګه، له دې پروسې سره د زیتون ونې وچ او بې‌کار لرګي لرې کېږي چې د کالبري د ناروغۍ د مخنیوي لپاره ګټوره ده.  
د شاخبري له لارې د بوټو ښکلا، هوا، لمر وړانګې، او د ودې چټکتیا ډېریږي، چې په پایله کې ونې ښه وده کوي او حاصل یې زیاتېږي.  
تمه کېږي چې د روانې شاخبري پروسې له بشپړېدو سره د زیتون بڼونو حاصلات په راتلونکو کلونو کې د روان کال په پرتله څو برابره لوړ شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۴۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۱۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

بازگشت