د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجاره لرونکي کروندګر د خپلو عوایدو له ډېرېدو خوشحاله دي  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۵۵
24521

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت یو شمېر اجاره لرونکي کروندګرو، چې پر خپلو ځمکو یې مالټې او تازه سبزیجات کرلي دي، وايي چې له خپلو کروندو څخه یې د پام وړ عاید ترلاسه کړی دی.
کروندګر وايي: چې د مالټو باغونو ترڅنګ یې په خپلو ځمکو ګلپي، توربانجان، سرې او سپینې ملۍ، کرم، پالک، ټیپر، ګازرې او نور سبزیجات کرلي دي. د دوی په وینا، دغه سبزیجات نه یوازې د جلال اباد ښار بازارونو ته وړاندې کېږي، بلکې پلازمینې کابل او نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي، چې ورسره د هغوی د عایداتو کچه لوړه شوې ده.
ننګرهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې پکې د کرنې پراختیا ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کروندګرو ملاتړ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو سره هڅه کړې چې د ځمکې حاصلات زیات او د کروندګرو اقتصادي وضعیت ښه کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۴:۶
Background image

پکتیکا کې ۲زره او ۸۰۰ مستحقو بزګرانو ته د مرستو وېش پیل شو 

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت تر څار لاندې، د کلیو بیا ودانولو مووسسې له لوري په لسو ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۳:۵۳
Background image

هلمند کې د غنمو زېرمه کولو لړۍ بشپړه او مرکزي سیلو ته یې انتقال روان دی  

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د اړوندو کمېټو په ګډې همکارۍ، په مرکز لښکرګاه کې له بزګرانو څخه ۱زر او ۶۳۲ ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د کرنیزو پراختیايي پروژو راپور د کرنې وزارت مالي مرستیال ته وړاندې شو  

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رئیسانو او سلاکارانو د یوې ناستې په ترڅ کې د ۱۴۰۳ مالي کال د پراختیايي پروژو د کړنو راپور او د ۱۴۰۴ کال. . .

بازگشت