د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مديره پلاوي غونډه ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۲۷
د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مديره پلاوي غونډه ترسره شوه

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مديره پلاوي غونډه د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثمانی په مشرۍ، د کرنې وزارت په مقر کې د يو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطيف نظري، د ماليې وزارت مرستیال حاجي عبدالقدير احمد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د ننګرهاروادي امارتي شرکت رییس ملا محمد نعيم آغا او د کرنې وزارت يو شمېر رییسانو ګډون درلود.
د غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۵ مالي کال مالي، تدارکاتي او سوداګريز پلان، د نوي مالي کال تشکيل، پر ا حقيقي او حکمي اشخاصو د شرکت د پورونو ارزونه، له سوداګريزو بانکونو سره د مضاربت او وکالې معاملاتو طرحه، او همداراز د پُرمنفعت متقاعدو کارکوونکو وضعيت په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه. ګډونوالو د راتلونکي کال لپاره د مالي پروګرامونو پر منظم ترتيب او د شرکت د سوداګريزو فعاليتونو پر پياوړتيا ټينګار وکړ. 
د ننګرهار کرنيز تصدي په ۱۳۳۸ لمريز کال (۱۹۵۹ زېږدیز) کې د هېواد د ختيځ زون د کرنيزو پروژو د پلي کولو په موخه تأسيس شوه. دغه اداره د مالټې، زيتون، ځمکني توتانو او نورو مېوو او سبو په توليد کې پراخ فعاليتونه لرل او د افغانستان په ختيځ کې له مهمو کرنيزو توليدي مرکزونو څخه شمېرل کېږي.
د غونډې ګډونوالو هيله څرګنده کړه، چې د نوي مالي او سوداګريزو پروګرامونو په پلي کېدو سره به په راتلونکي کال کې د شرکت توليدي او اقتصادي ظرفيت نور هم پياوړی شي او د هېواد د کرنې سکتور په پراختيا کې به يې ونډه زياته شي.

جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی وادی ننگرهار برگزار شد
۲۸ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
 جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی وادی ننگرهار به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، با حضور شماری از مقام‌های ارشد حکومتی در مقر وزارت زراعت برگزار گردید.
در این نشست، عبدالطیف نظری معین وزارت اقتصاد، حاجی عبدالقدیر احمد معین وزارت مالیه، مولوی احمدالله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت، ملا محمد نعیم آغا رییس شرکت امارتی وادی ننگرهار و تعدادی از رییسان وزارت زراعت اشتراک داشتند.
در جریان جلسه، موضوعات کلیدی شامل پلان مالی، تدارکاتی و تجاری سال ۱۴۰۵، تشکیل سال مالی جدید، بررسی مقروضیت شرکت بالای اشخاص حقیقی و حکمی، طرح معاملات مضاربت و وکاله با بانک‌های تجارتی، و همچنان وضعیت کارکنان متقاعد پُرمنفعت مورد بحث و تبادل نظر قرار گرفت. اشتراک‌کنندگان بر تنظیم دقیق برنامه‌های مالی و تقویت فعالیت‌های تجاری شرکت در سال آینده تأکید نمودند.
تصدی زراعتی وادی ننگرهار در سال ۱۳۳۸ خورشیدی (۱۹۵۹ میلادی) به‌منظور تطبیق پروژه‌های زراعتی در زون شرق کشور تأسیس شد. این نهاد در بخش‌های تولید مالته، زیتون، توت‌زمینی و سایر میوه‌جات و سبزی‌جات فعالیت گسترده داشت و از جمله مراکز مهم تولیدات زراعتی در شرق افغانستان به‌شمار می‌رود.
برگزارکنندگان جلسه ابراز امیدواری کردند که با تطبیق برنامه‌های جدید مالی و تجاری، ظرفیت تولیدی و اقتصادی شرکت در سال آینده تقویت گردد و سهم آن در توسعه سکتور زراعت کشور افزایش یابد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۳۰
Background image

د خوست دکرنې رییس د اړیکو دفتر ولایتي مسوول سره وکتل

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیرمحمد ذبیح په دې ولایت کې د اړیکو دفتر«ټي‌ال‌او» ولایتي مسوول محمد علي ځدراڼ سره په ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د کندز دکرنې رییس د افغانستان د ټولنیزپیاوړتیا مؤسسې مسوول سره وکتل

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد دخپل کار په دفتر کې د افغانستان د ټولنیز پیاوړتیا مؤسسې د کندز ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۱
Background image

در ارزگان برای ۲۵۰ دهقان سیستم عصری آبیاری قطره‌ای فعال شد تا در صرفه‌جویی آب و افزایش حاصلات باغ‌ها کمک کند

۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
در مرکز ترینکوت و ولسوالی خاص ارزگان ولایت ارزگان، به منظور عصری‌سازی زراعت و صرفه‌جویی در مصرف آب، سیستم عصری آبیاری قطره‌ای در باغ‌های ۲۵۰. . .

بازگشت