د ننګرهار مرستيال والي د ځنګلونو ساتنې او د لرګيو قاچاق مخنيوي په موخه دره نور ولسوالۍ ته سفر وکړ

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۰:۱۷
د ننګرهار مرستيال والي د ځنګلونو ساتنې او د لرګيو قاچاق مخنيوي په موخه دره نور ولسوالۍ ته سفر وکړ

  ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی، په داسې حال کې، چې د ننګرهار دکرنې رییس مولوي محمد ولي محسن او د ځنګلونو ساتنې کميسيون غړو يې ملتيا کوله دره نور ولسوالی ته يې د ځنګلونو ساتنې او د لرګيو د قاچاق مخنيوي په موخه سفر وکړ.
د ننګرهار مرستیال والي او ور سره مل پلاوی د دره نور ولسوال حاجي نصرالله، امنيه قوماندان، د استخباراتو مدير او د درېيمي واحدونو نورو مسئولينو سره د دې ولسوالۍ د امنيت لا ټينګښت، د ځنګلونو ساتنې، د لرګيو قاچاق مخنيوي او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه ناسته وکړه او دوی ته يې په يادو برخو کې د قانوني اقداماتو تر سره کولو سپارښتنې وکړې.
د دره نور ولسوالی چارواکو د ولایت مرستيال ته په يادو برخو کې د دوی د هداياتو تعقيب او د جدي اجراتو تر سره کولو ډاډ ورکړ.
په ورته مهال د ولایت مرستیال د مسئولينو په ملتيا د دره نور ولسوالی وايګل دره کې قومي مخورو سره د ځنګلونو او لرګيو ساتنې او د امنيت په ټينګښت کې د همکارۍ په موخه ناسته وکړه، چې قومي مشرانو په يادو برخو کې د هر راز همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزيزالله مصطفی د قومي مخورو يو شمېر ستونزې او غوښتنې هم واورېدې او په حل کې يې د لازمو اجراتو ډاډ ورکړ.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د دره نور ولسوالی چارواکو او مخورو ته د کرنې وزارت د ځنګلونو ساتنې، بیا رغولو او د قطعي مخنیوي کړنلارو او قوانینو په برخه کې معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي محسن د دره نور ولسوالی ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د کرنې او مالدارۍ په مختلفو برخو کې به د دوی لپاره پروژي ډیزاین او پلي کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت