د ننګرهار له والي سره د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال لیدنه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۲:۵۸
د ننګرهار له والي سره د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال لیدنه

۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال، ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت والي ملامحمد نعیم آخند او د دې ولایت د والي مرستیال حاجي فیصل سره وکتل.
دا ناسته چې د ننګرهار ولایت په مقام کې ترسره شوه، د ځنګلونو د ساتنې او لرګیو قاچاق مخنیوي پر موضوعاتو پکې خبرې وشوې. د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې په هېواد کې شته ټول ځنګلي لرګي راټول کړي، په بازار کې د ځنګلي لرګیو وړاندې کول بنده کړي او د ځنګلونو له پرې کولو مخنیوي وکړي.
په دې ناسته کې د ننګرهار والي هم د غیر قانوني لرګیو ضبط او د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي په برخه کې د امارتي ځواکونو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او د طبیعي سرچینو ساتنې لپاره د هڅو پر دوام یې ټینګار وکړ.

دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی با والی ننگرهار
۱۱ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سفر به ولایت ننگرهار با حاجی ملامحمد نعیم آخند والی و حاجی فیصل معاون والی این ولایت، دیدار کرد.
این نشست که در مقام ولایت ننگرهار برگزار شد، بر موضوعات حفاظت از جنگلات و جلوگیری از قاچاق چوب متمرکز بود. معین آبیاری و منابع طبیعی تأکید کرد که امارت اسلامی تصمیم گرفته است تمامی چوب‌های جنگلی موجود در کشور جمع‌آوری شود، عرضه چوب جنگلی در بازار متوقف گردد  و از قطع جنگلات جلوگیری به عمل آید.
والی ننگرهار نیز در این مجلس از اقدامات نیروهای امارتی در زمینه ضبط چوب‌های غیرقانونی و جلوگیری از قطع جنگلات سخن زده و بر ادامه تلاش‌ها برای حفظ منابع طبیعی کشور تأکید کرد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت