د ننګرهار لعلپورې ولسوالی کې ٣٥٠ کورنیو سره د عضوي سرو مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۸:۴۳
د ننګرهار لعلپورې ولسوالی کې ٣٥٠ کورنیو سره د عضوي سرو مرسته وشوه

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د لعلپورې ولسوالۍ ٣٥٠ کورنیو سره د کورنیو باغچو دسبو د ښې ودې او سالمې روزنې په موخه د عضوي سرو مرسته ترسره شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې وړاندې تردې یادو کورنیو ته د روغتیایي، سالمو او تازه سبو تولید په موخه اووه ډوله سبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو مرسته ترسره شوې وه.
ښاغلي محمد زیاته کړه، چې د سبو په اصلاح شوي تخمونو کې (پالک، شلغم، سرې ملۍ، دڼیا، ګازره،کاهو او پیاز) او په کرنیزو وسایلو کې بېلچه، تسکوره، پنجي کش، اب پاش، پلاستیکي تونل او لاسي سپري شامل دي، چې په دغو بزګرانو وېشل شوي دي.
همدارنګه  له دوی سره د ٢٥ کیلو ګرامه توره او ٢٥ کیلو ګرامه یوریا سرو مرسته هم شوې وه او اوسمهال د ١٠٠ کیلو ګرامه عضوي سره ورته ووېشل شوه.


به ۳۵۰ خانواده در ولسوالی لعل‌پور ولایت ننگرهار کود عضوی توزیع شد
۱۱ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، اداره غذا و زراعت ملل متحد و با همکاری تخنیکی مؤسسه اکشن‌اید، به ۳۵۰ خانواده در ولسوالی لعل‌پور به منظور رشد بهتر و پرورش سالم سبزیجات باغچه‌های خانگی، کود عضوی توزیع گردید.
مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که پیش از این نیز به این خانواده‌ها به منظور تولید سبزیجات صحی، تازه و باکیفیت، تخم‌های اصلاح‌شده هفت نوع سبزی، کودهای کیمیاوی و وسایل زراعتی توزیع شده بود.
وی افزود که تخم‌های اصلاح‌شده شامل پالک، شلغم، ترب سرخ، گشنیز، زردک، کاهو و پیاز بوده و وسایل زراعتی توزیع‌شده نیز شامل بیلچه، تسکوره، پنجه‌کش، آب‌پاش، تونل پلاستیکی و دواپاش دستی می‌باشد.
همچنان پیش از این برای هر خانواده ۲۵ کیلوگرام کود سیاه و ۲۵ کیلوگرام کود یوریا توزیع شده بود و اکنون نیز برای آنان ۱۰۰ کیلوگرام کود عضوی توزیع گردیده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

بازگشت