د ننګرهار شینوارو کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۲:۲۷
د ننګرهار شینوارو کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په پار هڅې

۲۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه ددې ریاست د مالدارۍ امریت د مالدارۍ ترویج لوی مدیر داکتر عبدالهادي بابري، مصنوعي القاح مسؤل په ګډون د شینوارو ولسوالی مالدارۍ ترویج مدیر داکتر نعمت الله داستراګانو کیفیت معلومولو او نورو برخو کې د ښه والې په موخه هلې ځلې پیل کړي دي.
د ننګرهار د کرنې ییس مولوي عبدالستار محمد وویل دمالدارۍ امریت ګډ پلاوی استراګانو کیفیت معلومولو،کانټینرو کنټرول، حفظ الصحې، تقلبي، قاچاقي او بي کیفیته استراګانو کنترول په موخه څارنه پیل کړې ده.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې دوی هڅه کوي یاد کمپاین د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې پلي کړي؛ چې په پایله کې به یې  باکیفیته او غوره نسلونو لرونکي استراګاني تطبیق شي، ترڅو مالداران په راتلونکي کې د خپلو مالونو څخه باکیفیته او د زیات محصول ورکونکي نسلونه ترلاسه او پدي سره به په کلیوالې کچه دمالدارانو اقتصاد پیاوړي شي.
دغه راز استراګانو خرڅوونکو او تطبیق کوونکو ته د غوره او ښو استراګانو تطبیق او د بې کیفیته او تقلبي استراګانو د نه تطبیق سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت