د ننګرهار سرخرود کې پر یوشمېر بزګرانو د سبو او غنمو تخمونه وېشل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۴:۵۲
د ننګرهار سرخرود کې پر یوشمېر بزګرانو د سبو او غنمو تخمونه وېشل کېږي

١۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو په سرخرود ولسوالی کې د ۴۰ تنو بزګرانو سروې ترسره شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د ډاکار مؤسسي له لورې د سرخ رود ولسوالی په خیر آباد،  بالا باغ،  فتح اباد او ولید کلیو کې ۴۰ تنو بزګرانو د سبو او د غنمو د اصلاح شوي تخمو په پار  سروې ترسره شوه.
دغه راز د ننګرهار د کرنې رییس وویل، چې یاده مؤسسه د ننګرهار د سرخرود سربېره په خوګیانو،  شېرزاد او روداتو کې هم ورته سروې ګاني پیلوي.
یادو بزګرانو ته د غنمو او سبو د اصلاح شوي تخمونو  د وېش موخه د بزګرانو لاسنېوی، د اصلاح شوي تخمونو ترویجول،  زیات حاصل ترلاسه کول او په ټوله کې د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت