د ننګرهار زیانمنو ولسوالیو سره د غنمو د مرستې لړۍ پیل شوه

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۱۲:۱۰
د ننګرهار زیانمنو ولسوالیو سره د غنمو د مرستې لړۍ پیل شوه

۹ لړم ۱۳۹۸
د ننګرهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د هغو ولسوالیو له زیانمنو خلکو سره، چې د جګړې، سېلابونو او نورو طبعي پېښو له امله زیانمنې شوي دي یو زر او ۲۳۴ ټنه غنمو مرسته کیږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د زیانمنو ولسوالیو پر زیانمنو او اړمنو کورنیو د وېش په موخه یو زر او ۲۳۴ ټنه غنم چمتو شوې وه، چې د اړمنو کورنیو تر سروې او پېژندې وروسته یې د وېش لړۍ پیل شو.
دغه غنم د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت تر هلو ځلو وروسته چمتو او د زیانمنو ولسوالیو پر زیانمنو او اړمنو کورنیو وېشل کیږي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس انجنیر سمیع الله نصرت وایي، چې دوی د دې ولایت هغو زیانمنو ولسوالیو سره د بېړنۍ کمېټې له لارې د غنمو مرستې لړۍ پیل کړه، چې په تېر کې د جګړې، سېلابونو او نورو طبعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې.
ښاغلي نصرت وویل، چې ددغو مرستو لړۍ ددې ولایت د نازیانو او اچین له ولسوالیو پیل شوی دی، چې د اچین ولسوالۍ پر زیانمنو کورنیو ۸۰ مټریک ټنه او د نازیانو ولسوالۍ پر زیانمنو کورنیو ۵۰ مټریک ټنه غنم وېشل کیږي.
د ننګرهار د کرنې رییس وایي، چې هرې ولسوالۍ لپاره د مرسته شوو غنو ونډه د اضطرار کمیټې له خوا ټاکل شوې ده، چې پاتې نهو ولسوالیو ته به هم ډېر ژر د مرستې لړۍ پیل شي.
پر زیانمنو کورنیو د غنمو وېش په داسې حال کې پیلیږي، چې تر دې مخکې هم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ننګرهار ولایت پر وچکالۍ ځپلو او اړمنو کورنیو غنم وېشل شوې وه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت