د ننګرهار د کرنې رییس د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې رییس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۰:۲۷
د ننګرهار د کرنې رییس د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې رییس سره وکتل

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د کرنې په سکتور کې د پانګوالو د ستونزو حل او پانګوالو د هڅونې په موخه د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې رییس سره خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني د پانګوالو پر ستونزو،  شته فرصتونو، د کرنې او مالدارۍ سکتور د ټولو صنفونو، لاسته راوړنو او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو معلومات وړاندي کړل.
د غه راز دکرنې او مالدارۍ تولیداتو د خونې رییس د چرګانو سکتور پر پیاوړتیا،  یو ورځنیو چرګوړو تولید زیاتوالې او بازارموندنې په برخه کې د ستونزي  د کرنې رئیس سره شریکې کړي.
همدارنګه د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې د مدیره پلاوي غړي ډاکټر عبدالغفار لودین د اصلاح شوي تخمونو تولید،  زیاتوالې او ترویج کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې پانګوالو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او پانګوال یې  پانګونې ته وهڅول.
ښاغلی محمد وویل، چې دکرنې وزارت سوداګرو او متشبثینو د پانګونې په پار هړ اړخیزې اسانتیاوې برابروي او له دوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت