د ننګرهار د کرنې رییس د هلال ګروپ له لوري د غنمو د پاکارۍ د پیل شوې پروسې څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۲:۱۶
د ننګرهار د کرنې رییس د هلال ګروپ له لوري د غنمو د پاکارۍ د پیل شوې پروسې څخه لیدنه وکړه 

۱۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، چې د یاد ریاست د مطبوعاتو مسول اجمل سبحاني او په ختیځ کې د هلال ګروپ د سیمه ییز دفتر مسول ډاکټر عبدالغفار لودین یې ملتیا کوله د هلال ګروپ له لوري د غنمو د اصلاح شوي تخم د پاکارۍ له پروسې لیدنه وکړه.
د هلال ګروپ د سیمه ییز دفتر مسول ډاکټر عبدالغفار لودین د لیدنې پرمهال وویل: «په پراخه کچه یې د غنمو د اصلاح شوي تخم د تولید په موخه د بېلابېلو ورایټیو (نوعه) کر کړی وو چې د کر پروسې یې په بریالیتوب پای ته رسیدلي او دمګړۍ یې پاکارۍ چارې روانې دي.»
ښاغلی لودین زیاتوي د کر پرمهال د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخمونو ته د تصدیق ورکونې امریت له بېلابېلو مرحلو تفتیش ترسره کړئ، چې اوس به یې پاتې پروسې هم تعقیب او تر هغې وروسته به د اصلاح شوي تخم تصدیق ورکړل شي. 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن  د هلال ګروپ له لوري په پراخه پیمانه د غنمو اصلاح شوي تخم د ترسره کړي کر له کبله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې په راتلونکي کې به ښه او معیاري تخم تولید کړي. 
مولوي محسن خوښي څرګنده کړه، چې سږ کال ختیځ د غنمو د اصلاح شوي تخم د تولید په برخه کې پر ځان بسیا دی او معیاري تخم به کروندګر ته په واک کې ورکړل شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د هلال ګروپ کرنیز فعالیتونه معیاري وبلل او د ستونزو د حل په برخه کې یې د هر راز مرستې ډاډ څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت