د ننګرهار د کرنې رییس د شیشم بڼ څېړنیز فارم کې د روانو فعالیتونو څخه له نږدې لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۴۹
د ننګرهار د کرنې رییس د شیشم بڼ څېړنیز فارم کې د روانو فعالیتونو څخه له نږدې لیدنه وکړه

۱۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن په داسې حال کې، چې د شیشم بڼ څېړنیز فارم مسولېنو او مالي او ادارې مدیر یې ملتیا کوله،  پدې فارم کې د روانو کړنو، دغنمو مورنیو تخمونو کرل شوو کروندو او ځینو نورو برخو څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د څېړنیز فارم مدیر نور الله سیفي له لورې د روانو کړنو،  نرم کارۍ، هرزه بوټو کنټرول، د غنمو څیړنیزو کروندو او نورو اړونده برخو کې معلومات ورکړل شو.
د شیشم بڼ په څېړنیز فارم کې پر ۲۱ جریبه ځمکه دغنمو مورنیو تخمونو تولید او  مختلفي توافقي او تطبیقي تجروبي رواني دې ترڅو معلومه کړي، کوم نوعه غنم په ننګرهار کې ښه نتیجه ورکوي؛ چې بزګرانو ته یي د کرلو سپارښتنه وشي.
دغه راز پر ۱۰۰۰ متره مربع سیمه کې د غنمو هستوي تخمونه کرل شوي او همدارنګه پر پینځه جریبه ځمکه د غنمو ۸ تجروبي روانې دي.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن د دي فارم له کارکوونکو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته دستونزو حل ډاډ ورکړ.
ښاغلي محسن  وویل، چې په کرنه کې د پرمختګ،او د اوسنیو پر حاصل او ښو ورایټیو پیدا کول ستاسي د خواریو او زحمتونو پایله ده. د ننګرهار په څېړنیز مرکز کې تراوسه ۷ ډوله (نوعي) غنمو کر سپارښتنې بزګرانو ته شوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت