د ننګرهار د کرنې رییس د بزګرانو ستونزو اورېدو په موخه حصارک ولسوالی ته سفر وکړ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۱:۲۶
د ننګرهار د کرنې رییس د بزګرانو ستونزو اورېدو په موخه حصارک ولسوالی ته سفر وکړ

۱۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د بزګرانو د ستونزو د حل او د کرنې د پراختیا په موخه حصارک ولسوالی ته سفر وکړ.
هغه د حصارک ولسوالی له مرستیال او ترویج مدیرانو سره ناسته وکړه او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د حصارک ولسوالی مرستیال مولوي عبدالله عابد په دې ناسته کې د ځنګلونو د پرېکولو مخنیوی، جلغوزیو، چهارمغزو او نورو ځنګلی ونو کرلو، بڼوالۍ، اصلاح شويو تخمونو، مالدارۍ واکسینونو، حیواني خوراکي توکو او نورو اړونده برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړل.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل او پرمختګ لپاره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغه وویل، چې سږ کال د حصارک په ولسوالی کې سلګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوی سرې ووېشل شوې او په راتلونکي کې به هم دې ولسوالی ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي محسن همدارنګه د عشر او زکات مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په خپلو کارونو کې روڼتیا او دیانت ولري او د ا.ا.ا کړنلارې مطابق عمل وکړي.
د ننګرهار د کرنې ریاست هر کال په زرګونه بزګرانو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مرستې وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت