د ننګرهار د کرنې ریاست کارکوونکو له لورې دچاپېریال پاکوالي حشر ترسره شو
۶ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست امرینو، مدیرانو او اجیرانو د چاپېریال پاکوالي او ښګلا په موخه حشر ترسره کړه.
د کرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز وویل، داچې د ننګرهار د کرنې ریاست نوي ودانۍ ته را انتقال شوي او دلته هرزه واښه او نور بیکاره بوټي راشنه شوي، نو دچاپېریال پاکوالي او د ریاست دښکلا په موخهیې د پاکۍ حشر وکړ.
نوموړې وویل په راتلونکي پسرلي کې د چاپېریال ښکلا په او سرسبزۍ په موخه چمنونه او زینتي بوټي او ګلان کري.