د ننګرهار د ځنغوزيو سږني حاصلات ډېر شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۵ - ۱۱:۵۷
د ننګرهار د ځنغوزيو سږني حاصلات ډېر شوې


 ۱۵ تله ۱۴۰۰ هـ.ش
۳۰ صفر ۱۴۴۳ هـ.ش
د ا.ا.ا د ننګرهار دکرنې رياست چارواکي وايي، چې ددې ولايت د ځنغوزيو په سږني حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی تر سترګو کېږي.
 د چارواکو په خبره،  په ۱۳۹۹ يم کال کې د ننګرهار د ځنغوزيو  تولید ۶۲۷ ټنه وه، خو سږ کال به د ننګرهار د ځنغوزيو  په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي. د اټکل له مخې دننګرهار د ځنغوزيو  له ونو به سږکال څه باندې ۷۸۳    ټنه حاصل تر لاسه شي.
  دځنغوزيو د غوټو شکولو ۲۲۰ قیچې ګانې وېشل، د ځنګلوالۍ ټولنې جوړول، د راشکولو پر وخت د فني کسانو ګمارنه، د ځنګل دپرېکېدو مخنیوی او په غرنیزو سيمو کې د امنیت شتون د ځنغوزيو د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.
د ننګرهار په اتو لسواليو حصارک، شېرزاد، خوګیانو، پچیراګام، ده بالا، کوټ، اچین او سپین غر کې څه باندې ۱۱۶۰۹  هکټاره د ځنغوزيو طبیعي ځنګلونه شتون لري، چې د سیمې په ښکلا، د خلکو اقتصادي ژوند،  هوا او د اقلیم په بدلون کي مثبت رول لري او دغه راز سلګونو بېوزله مېرمنو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.
بايد وويل شي، ننګرهار د هغو ولایتونو له ډلې څخه دی،  چې زیاته اندازه د غوزانو، ځنغوزيو  او نور مېوه لرونکې اوغیر مېوه لرونکې طبیعي ځنګلونه لري، چې له دې ډلې  ۱۸ سلنه یې د ځنغوزيو په ونو پوښل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت