د ننګرهار د ممپليو سږني حاصلات ١٤٠٠ مټریک ټنو ته رسېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۰:۲۹
د ننګرهار د ممپليو سږني حاصلات ١٤٠٠ مټریک ټنو ته رسېږي

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په  ۱۱ ولسوالیو کې پر ۶۲۷  هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې سږ کال د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو «بهسود،  هسکه مېنه، کوزکونړ،  بټي کوټ،  سپین غر، سرخ رود،  خوږیانو،  پچیراګام، چپرهار، شېرزاد،  او حصارک» کې پر  ۶۲۷ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي؛ چې د اټکل له مخي به سږ کال ۱۴۰۰ مټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شي.
تېرکال په ننګرهار کې پر ۲۴۰ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوې وه، چې ۵۱۶ مټریک ټنه حاصل تري ترلاسه شوې وه.
دغه راز د کرنې ریاست دترویجي کارکوونکو له خوا ۴ زره او ۷۰۰ تنو بزګرانو ته د  ممپلیو  ناروغیو،  اوبولګولو،  کرنیزو عملیو، بازارموندنې، سرې ورکولو حاصل ټولو  کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوې ده.
ممپلي دصنعتي او تيلې نباتاتو له ډلې یو له مهمو نباتاتو څخه دی، چې  ننګرهاري بزګرانو یې د کرلو سره لیوالتیا لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت