د ننګرهار د مملي بڼ کې د انګورو او چنارو ۴۰ زره قلمې وکرل شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۲۱
د ننګرهار د مملي بڼ کې د انګورو او چنارو ۴۰ زره قلمې وکرل شوې

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې د مملي په تاریخي بڼ کې د انګورو، چنار، انځر او رات کیراڼي ۴۰ زره قلمې وکرل شوې.
د ننګرهار د کرنې ریاست د طبیعي زېرمو آمر قاري کاهون عبدالرحمن اتل وویل، چې دوی د چنار، انځر او رات کیراڼي۲۰ زره  قلمې او همدارنګه د بېلابېل ډوله انګورو ۲۰ زره قلمې  وکرلې.
ښاغلي اتل وویل، چې د یادو قلمو د کرلو موخه په راتلوونکي  کې د نیالګیو په زیاته اندازه تولید او د سرسبزۍ رامنځته کول دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست دنیالګیو روزلو درې لوی روزنځایونه لري، چې هر کال پکي زرګونه اصله مختلف النوع نیالګي روزل کېږي او هېوادوالو ته د کرنې وزارت د اصولو له مخې په واک کې ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

بازگشت