د ننګرهار د زیتونو سږني حاصلات څه باندې ۱۳۰۰ ټنه اټکل شوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۲۷
د ننګرهار د زیتونو سږني حاصلات څه باندې ۱۳۰۰ ټنه اټکل شوي


۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال به د زیتونو فارمونه د اټکل له مخې شاوخوا ۱۳۰ زره لیټره حاصل ورکوي او زرګونه لیټره خالص تېل به ترې تر لاسه شي.
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږکال به د ننګرهار کانال اړوند د زیتونو له بڼونو څخه څه باندې ۱۳۰۰ ټنه حاصل تر لاسه شي، چې د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي. د حاصل د زیاتوالي لامل د زیتونو بڼونو ته پاملرنه او د یادو بڼونو سمه ساتنه ده.
همدا راز دوی زياته کړه، چې د ننګرهار د کانال ریاست اړوند پر ۳۱۰۰ هکټاره ځمکه د زیتونو بڼونه جوړوو. د دې بڼونو ډېرې ونې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه وړل شوې دي، چې له نېکه مرغه په وروستیو کلونو کې پر ۵۵۰ جریبه ځمکه د زیتونو نوي بڼونه جوړ شوي او اوسمهال یې یوازې نږدې ۱۸۰۰ هکټاره بڼونه زیتون ورکوي، خو  د ننګرهار کانال شرکت عمومي رئیس سید محمد نعیم وايي، په پلان کې لري چې ننګرهار کې پر نوره ځمکه هم د زیتونو بڼونه جوړ کړي.
د کانال ریاست د مسولینو په وینا، د زیتونو دغو بڼونو کې سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه هم برابر شوي.
د مالوماتو له مخې د ننګرهار زیتونو افغانستان پر اسپانيا، ایټاليا، یونان او امريکا سربېره د ۲۵ نورو زیتون تولیدوونکو هېوادونو په کتار کې درولی دی.
ننګرهار دهېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د زیتونو حاصلات په کې ډېر دی او هر کال د دې مېوې د حاصلاتو زیاتوالی په پار هلې ځلې کېږي. د ننګرهار کانال شرکت پلان لري، چې ننګرهار کې پر لسګونه هکټاره ځمکه د زیتونو تازه بڼونه جوړ کړي.
زیتون له مدیترانه یي نباتاتو څخه دی، چې کال کې یووار ترې حاصل راټولېږي او تر پروسس وروسته لس سلنه د زیتونو تېل ترې لاسته راځي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک له کارپوهانو سره د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست د چارواکو ناسته

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالی او حسابي ریاست او د افغانستان بانک د مالی او حسابي کارپوهانو ترمنځ تخنیکي ناسته د مالی ستونزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

لغمان کې د مرابحې بیعې له مخې پور اخیستونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان ولایت په مرکز کې د کرنیزې پراختیا صندوق د ختیځ زون د مسؤولینو له لوري، د لغمان د کرنې ریاست په همغږۍ، هغه کاروباریانو او بزګرانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د هندواڼو کروندو څخه لیدنه وشوه

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مټاخان ولسوالی پوټیانو په سیمه کې د کرنیزو چارو مدیرانو له خوا د کرل شوو هندواڼو. . .

بازگشت