د ننګرهار دکرنې رییس همکارو مؤسسو سره د چارو ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۲:۳۴
د ننګرهار دکرنې رییس همکارو مؤسسو سره د چارو ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه

۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ننګرهار د کرنې ریاست تر چتر لاندې همکارو مؤسسو سره د کارونو ښه والې په موخه ناسته ترسره کړه.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د موسسو مسؤلینو ته په ولسوالیو کې د متوازن پرمختګ، د  ا.ا.ا د اصولو له مخې د کارونو پر مخ وړلو، د  اړتیا پر اساس پروژو ډیزاین، مستحقو بزګرانو او مالدارانو  د چوپړتیاوو پر وړاندې کولو سپارښتنې وکړې.
دغه راز د ننګرهار دکرنې رییس د مؤسسو مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د عصري او میکانیزه کرنې په موخه پر بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش ترڅنګ، د بڼوالي ترسره کولو، کتاري کرنې  او عامه پوهاوي په برخو کې مرستې وکړي.
په ورته وخت کې د مؤسسو استازو خپلې ستونزې د کرنې رییس ته وړاندې او دخپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو د کرنې رییس سره  معلومات شریک کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت