د ننګرهار دکرنې رییس د یوشمېر مؤسسو چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۴:۳
د ننګرهار دکرنې رییس د یوشمېر مؤسسو چارواکو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست رییس مولوی عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څارنې او ارزونې ریاست څخه راغلي پلاوی هم حضور درلود، د  ROP/CBARD, DCA  او OHW  مؤسسو له چارواکو سره د دوی د فعالیتونو د نظارت په موخه د همغږۍ غونډه دائره کړه.
په دې غونډه کې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په خپلو خبرو کې وویل:«ټول همکار مؤسسات او انجوګانې مکلف دي، چې خپل کارونه د پلان مطابق پر مخ یوسي، او د هیچا فشار لاندې رانشی.»
 همدا راز ښاغلی محمد د کرنې سکتور همکارو موسساتو ته د همکارۍ ډاډ هم ورکړ. 
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د څارنې او ارزونې ټیم یادونه وکړه، چې د ارزونې څخه موخه د پروژو په تطبیق کې اصلاحات راوستل، د خلاء له منځه وړل او د پلان مطابق د پروژو پلي کول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت