د ننګرهار دکرنې رییس: د څارويو دناروغيو تشخيصي لابراتوار سره هر اړخيزې همکارۍ کوو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۰:۴۲
د ننګرهار دکرنې رییس: د څارويو دناروغيو تشخيصي لابراتوار سره هر اړخيزې همکارۍ کوو

۱ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ختیځ زون په کچه د څارويو د ناروغيو مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوار لري، چې هره ورځ په لسګونه مالداران د خپلو مالونو  نمونې یاد لابراټوار ته د تشخیص په موخه راوړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، چې د څارویو د روغتیا لابراتوار مسولینو یې ملتیا کوله د څارویو د ناروغيو د تشخیص مرکز څخه لیدنه وکړه او مسؤولينو ته یې لازمې سپارښتني وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې، د ننګرهار د کرنې رییس د ياد لابراټوار مسؤولينو ته د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.
د لابراټوار مسؤولينو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد څخه دمننې ترڅنګ د يوشمېر توکو، ماشینونو،  د کېټونو یا بستو، لابراټواري معایناتو ځینو وسایلو او امکاناتو برابرولو غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس له لورې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار د څارویو د ناروغيو د تشخیص په مرکز کې هره ورځ په لسګونه پرازیټي، بکتریایې، سیرولوژیکي  او نورو اړونده ناروغيو نمونې تشخیص اومالدارانو ته  لازمي سپارښتنې کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت