د ننګرهار دکرنې رییس د پولټري ډاکټران ټولنې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۴۸
د ننګرهار دکرنې رییس د پولټري ډاکټران ټولنې له چارواکو سره وکتل

په ننګرهار ولایت کې د پولټري ډاکترانو ټولنې مسؤلینو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس  مولوي محمد ولي محسن څخه د چرګانو سکتور پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د پولټري داکترانو د ټولنې رییس داکتر حسیب الله تره کې ددې ټولنې پر اهدافو، لاسته راوړنو، ستونزو خبرې او د چرګانو سکتور پیا وړتیا لپاره غوښتنې او سپارښتنې هم وکړې.
ښاغلي تره کي وویل، چې دوی تر دې مهاله په ننګرهار کې په وړیا ډول ۳۱۰ چرګانو فارم لرونکو، ۲۸۳ وترنر داکترانو او ۲۱۰ تنو وترنرۍ زده کړیالانو ته په مختلفو برخو کې روزنه ورکړې ده.
نوموړي وویل په ننګرهار کې د چرګانو سکتور ښه وده کړېده خو فارم لرونکي غیر مسلکي دي او  د چرګانو د پالنې او ساتنې په برخه کې کافي تجربه نلري خو موږ هڅه کوو په دې برخه کې دوامداره روزنې ددوی لپاره برابر کړو.
د پولټري  داکترانو ټولنې د کرنې رییس څخه په حیواني درمل پلورنځیو کې د مسلکي او په کار پوه ډاکترانو د ګمارلو غوښتنه هم وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ددې ټولنې غړو ته د په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
د کرنې رئیس وویل د چرګانو سکتور پیاوړتیا لپاره یي په ننګرهار کې د فارمونو د شمېر او اصلي فارم لرونکو معلومولو لپاره کمیټه ټاکلي ترڅو دقیقه سروي ترسره او فارم لرونکي په نښه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت