د ننګرهار دکرنې رییس د سعادت چپرهاري شرکت د غواګانو فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۱:۴۰
د ننګرهار دکرنې رییس د سعادت چپرهاري شرکت د غواګانو فارم څخه لیدنه وکړه

۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن پداسي حال کې، چې دکرنې او مالدارۍ د تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني او د افغانستان کرنې او مالدارۍ ځنځیروي ارزښت پروژي مسؤل ډاکتر معین خان توتاخېل یي ملتیا کوله دسعادت چپرهاري شرکت غواګانو فارم څخه لیدنه وکړه.
یاد فارم چې ۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پري شوي ۱۷۶ سره غوښین او د شیدو غواګاني لري، چې هره ورځ تري ۴۵۰ لیټره خالصي شېدي بازار ته وړاندي کوي.
ددې لیدنې په ترڅ کې، د فارم مسؤل نور محمد خپلي ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د کرنې رییس سره شریکي کړي؛ نوموړي زیاته کړه ددوی فارم په ابتدایي مرحله دي خو د برېښنا، پروسس ماشینونو، معیاري درملو، واکسینونو،روزنې او  خامو موادو په برخه کې ستونزې لري.
نوموړي وویل اوسمهال مستقیم او غیر مستقیم ۶۰ تنه ورسره پکار بوخت دي خو په راتلوونکي کې غواړي نور کاریګر هم وګماري.
دننګرهار د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني وویل په ننګرهار کې دغوښینو او شېدو غواګانو لسګونه فارمونه لرو چې پکي سلګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي رحماني وویل، دوی هڅه کوي پانګوال وهڅوي چې پدې برخه کې پانګونه وکړي او د شېدو او غوښو په برخه کې پر ځان بسیا شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د فارم بېلابېلي برخي ولیدلي او دیاد فارم په جوړېدو یې خوښي وښوده او دایې د مالدارۍ په برخه کې پر ځان بسیا کېدو کې یو نیک ګام وباله.
د ننګرهار دکرنې رییس د فارم مسؤلینو ته وویل د کرنې ریاست د مالدارۍ پیاوړتیا لپاره هلي ځلي کوي او پخپله برخه  کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مالدارۍ د ځنځیروي ارزښت د پروژې مسؤل ډاکتر معین خان توتاخېل وویل موږ د کرنې ریاست تر چتر لاندې کار کوو  ددوې سره په همغږۍ به په مختلفو برخو کې له تاسو سره مرستي وکړو، خو تاسي باید د پروسس برخه ولري ترڅو زموږ شرایطو ته برابر شی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت