د ننګرهار دکرنې رییس د افغانستان د کلیو بیا رغونې ادارې چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۳۴
د ننګرهار دکرنې رییس د افغانستان د کلیو بیا رغونې ادارې چارواکو سره وکتل

۲ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدولي محسن د افغانستان دکلیو بیارغونې ادارې «آر،آر،اې،اې» لوی رییس ریاض الله ولي او ولایتي مسؤلینوسره یې په کتنه کې د دوی د روانو فعالیتونو او راتلوونکي پروژو د ډیزاین پر څرنګوالي او د ولسوالیو په کچه د بزګرانو اړتیا ته په کتلو د پروژو پر اهمیت خبرې اترې وکړې.
 په دې کتنه کې د یادې ادارې رییس ریاض الله ولي د  ننګرهار د کرنې رییس  څخه  د موسساتو سره دښې همغږۍ له امله مننه وکړه او په ننګرهار کې د نوو پروژو ډیزاین د معلوماتو ترلاسه کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د یادې ادارې مسؤلینو څخه د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې دموثره  پروژو د ډیزاین او پلي کولو غوښتنې ترڅنګ دوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

بازگشت