د ننګرهار دکرنې رییس د اداراتو ارزونې کمیسیون سره ناسته ترسره کړه
۱۸ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار ولایت د اداراتو د ارزونې کمیسیون د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد سره د کرنې ریاست د ارزونې په موخه ناسته ترسره کړه.
د یاد کمیسیون مسؤل او د کاراو ټولنیزو چارو رییس مولوي فرید الله حقانې د کمیسیون په چوکاټ کې د اداراتو ستونزو، لاسته راوړنو، غوښتني او نور اړوند مسایلو معلومات وړاندې کړه.
حقاني وویل په اداراتو کې د حاضرۍ پابندۍ، د کارکوونکو ارزونې، خالي بستونو اعلان ته ورکولو او د مسلکي اشخاصو ګمارلو غوښتني وکړي.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد له لورې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.