د ننګرهار دکرنې رییس خپلو کارکوونکو ته؛ په خپلو چارو کې رښتنولۍ او روڼتیا ته پام وکړئ

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۱:۱۶
د ننګرهار دکرنې رییس خپلو کارکوونکو ته؛ په خپلو چارو کې رښتنولۍ او روڼتیا ته پام وکړئ

۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد  په مشرۍ د کرنې ریاست کارکوونکو سره د کارونو د لا روڼتیا او چټکتیا په موخه د همغږۍ ناسته  ترسره شوه.
په دغه غونډه چې ریاست امرینو او لویو مدیرانو ګډون کړی  په ترڅ کې یې په تېر مجلس کې سپارل شویودندو او  مسولیتونو په تړاو معلومات شریک شول او هغه چارې چې نه وې ترسره شوې په اړه یې اړونده مسولینو وضاحت  وړاندې کړل. .
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس په خپلو خبرو کې د ننګرهار دکرنې ریاست، د نیالګیو پسرلني کمپاین، د کارکوونکو ترمنځ همغږۍ،  دحاضري پابندي، عوایدو راټولول، د ننداریزو کروندو څارنه، د میاشتني او ربعوارو راپورونو پر وخت ورکولو د فساد مخنیوي، د مراجعینو کارونه پر وخت ترسره کولو، او د ادارې د کارکوونکو له لوري د سلسله مراتبو په مراعت او په اړونده برخو کې پر نورو مسایلو خبرې وکړې.
همدارنګه د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو خپل کړي فعالیتونه، راتلونکي پلانونه او ستونزې د حل په موخه شریکې  کړل، چې د ننګرهار د کرنې رییس له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت