د ننګرهار دکرنې رییس تورخم بندر کې د قرنطین مدیریت د ستونزو حل په موخه له یو شمیر مسؤلینو سره ناسته وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۹:۵۶
a

۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن تورخم ښارګوتي کې د قرنطین مدیریت کارکوونکو، کمیسارۍ مرستیال او د ګمرک مدیر او یو شمېر نورو مسوولینو سره ناسته وکړه.
په دې غونډه کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د قرنطین کارکوونکو ته په تورخم کې دخېلو  اداراتو سره د ښې همغږۍ سپارښتنې وکړې او په کارونو کې پر روڼتیا او اصولو له مخي اجرآ کولو ټینګار وکړ.
ښاغلی محسن د سرټفکیټونو وېش، توکو  فومګیشن، حیواني او د نباتي محصولاتو صادراتو او وارداتو ستونزې د ګمرک مسؤلینو سره شریکي کړې، چې دهغوی له لورې ورته د حل ډاډ ورکړل شو.
د ننګرهار دکرنې رییس په تورخم کې کارکوونکو ته امکاناتو ته په کتلو د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت