د ننګرهار دکرنې ریاست: پانګوالو د پروسس فابریکوجوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۲۴
د ننګرهار دکرنې ریاست: پانګوالو د پروسس فابریکوجوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه وکړه

٢۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار یو شمیر پانګوالو د کرنې رییس سره په ناسته کې د پروسس د فابریکو جوړولو په موخه د ځمکو غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني چې یو شمیر پانګوالو یي ملتیا کوله د ننګرهار د کرنې رییس سره خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
ښاغلي رحماني وویل په ننګرهار کې ډېری پانګوال غواړي د پروسس په برخه کې پانګونه وکړي خو د ځمکو کمښت له کبله نشي کولي چې خپل کارونه پیل کړي.
نوموړې ددې سربېره دبازار موندنې او نورو اړونده برخو کې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن راغلو پانګوالو ته په ټولو قانوني چارو کې د هر راز همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت