د ننګرهار دکرنې ریاست: غیر دولتي موسساتو سره د ښې همغږۍ په موخه غونډه دائره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۴:۵۲
د ننګرهار دکرنې ریاست: غیر دولتي موسساتو سره د ښې همغږۍ په موخه غونډه دائره شوه


۳۱غبرګولی ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۲ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د ننګرهار ولایت د اقتصاد ریاست رییس مولوی امین الله سره وکتل. 
د دي کتنې موخه په ننګرهار ولایت کې د کرنې او مالدارۍ برخې غیر دولتي موسساتو د پروژو د تطبیق څخه نظارت او څارنه او ښه همغږي رامنځته کول وه.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې په دې ولایت کې هره موسسه یا انجو چې د کرنې او مالدارۍ برخه کې فعالیت تر سره کوي د همکارۍ ډاډ ورکول کېږي او ترڅنګ یې باید په شفافه توګه د پروژو په تطبیق کې موسسات هم جدې ووسیږې، او خپلو راتلوونکو پلانونو کې لرو پرتو ولسوالیو ته پوره پاملرنه وکړي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې هیڅ مؤسسې ته به اجازه ورنکړئ، چې په خپل سره پروژه پلي کړي، نو د ښي همغږۍ په موخه اړینه ده چې هره موسسه د پروژې د پیل مکتوب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مقام څخه تر لاسه کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت