د ننګرهار دکرنې ریاست: د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې سره د همغږۍ غونډه دائره شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۱:۵۰
د ننګرهار دکرنې ریاست: د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې سره د همغږۍ غونډه دائره شوه 

۱۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عشر امر مولوي سلیمان اسامه د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې ستراتیژیکو اړیکو مسؤل رابرټ کلیور سره دشیشم باغ څېړنیز فارم پیاوړتیا او اقلیم بدلون بدیلو لارو چارو په موخه د هغمږۍ غونډه دائره کړه.
 ددې غونډې پر مهال د ننګرهار دعشر امر مولوي سلیمان اسامه د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې څخه د مننې ترڅنګ شیشم باغ څېړنیز فارم کې روانو کړنو، شته تجروبو، ستونزو، لاسته راوړنو، راتلونکی فعالیتونو او ګڼو نورو برخو کې معلومات وړاندې کړل.
دغه راز ښاغلي اسامه په څېړنیز فارم کې ستونزو حل، امکاناتو برابرولو، چکډمونو، اوبوبندونو، څاڅکو اوبخور سیستم برابرولو، سړو خونو جوړولو، بازارموندنې، اصلاح شویو تخمونو حیواني خوراکي زیاتوالي او بېرو ځنګلونو جوړولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د استراتیژیکو اړیکو مسوول رابرټ کلیور د شیشم باغ څېړنیز فارم سربېره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت