د ننګرهار دکرنې ریاست: د تخمونو لابراټوار څخه لیدنه ترسره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۶:۳۴
د ننګرهار دکرنې ریاست: د تخمونو لابراټوار څخه لیدنه ترسره شوه


۱۷ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد چې د کرنیزو خدمتونو امر نعمت الله اکبرې او تخمونو ته د تصدیق ورکړي امر غافر الله کانوال یي ملتیا کوله د کرنیزو څېړنو د مورنې تخم د لابراتواري تجزیو څخه ليدنه وکړه. د لیدنې پر مهال د کرنیزو څېړنو مسؤل حاجي ګل ملا خان د کرنې ادارې رییس ته د تخمونو د تجزیې د پروسې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
وروسته د ننګرهار دکرنې ادارې رییس د نباتاتو د څېړنیز فارم د شولو، جوارو او مېوو د حاصل راټولولو پروسې څخه هم لیدنه وکړه، او مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې، او زیاته یې کړه چې باید د تخمونو په داسې ورایټيو باندې څیړنې ترسره شي چې مصرف يي کم او حاصل يي لوړ وي تر څو د بزګرانو د اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي. 
همدار راز د ننګرهار دکرنې ادارې رییس د تخمونو د لابراتوار مسؤلین هم وهڅول تر څو د تخمونو د تجزيي په برخه کې دقیق اوسي او هغه تخمونو ته سرتیفیکت ورنکړي، چې د شرکت مسؤلینو لخوا یې د تفتیش پروسه نه وي تکمیل شوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت